مقامی ۱۹ مئی ۲۰۲۶

د جهموریت لپاره د شهداوو قربانۍ به بې‌ځایه نه ځي: پښتونخوا ملي عوامي ګوند

کراچۍ، کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند)د پښتونخوا ملي عوامي ګوند سند د ۱۲ مې ۲۰۰۷ د پېښې د شهداوو په یاد کې یو ستر تعزیتي سیمینار د مرکزي سیکرټر نذیر جان لالا په مشرۍ ترسره کړ، چې پکې د صوبایي او ضلعي قیادتونو، د علاقایي او ابتدایي یونټونو مشرانو او د کراچۍ له بېلابېلو ضلعو ګڼ شمېر کارکوونکو ګډون وکړ. په دې سیمینار کې د شهید مهتاب اپریدي په ګډون د ۱۲ مې د ټولو شهداوو ته د عقیدت او درناوي څرګندونه وشوه او د هغوی ملي، جمهوري او آئیني مبارزې ته سلام وړاندې شو. ویناوالو وویل چې ۱۲ مې ۲۰۰۷ د پاکستان په سیاسي تاریخ کې یو تور، خونړی او دردناک ورځ وه، کله چې د آمریت تر سیوري لاندې د جمهوریت، آزادې عدلیې، آئین د بالادستۍ او انساني حقونو لپاره غږ پورته کوونکي په ریاستي سرپرستۍ کې د تشدد او وینې تویونې ښکار شول. هغوی زیاته کړه چې د دې شهداوو قربانۍ د مظلومو اقوامو او جمهوري قوتونو د حقونو لپاره وې، او د هغوی وینه نن هم د عدالت، جمهوریت او آئیني واکمنۍ مبارزې ته نوې انرژي ورکوي. په سیمینار کې غوښتنه وشوه چې د ۱۲ مې پېښې شفافه او بې‌طرفه پلټنه دې وشي، ټول ملوث کسان دې قانون ته راکش شي، او په ځانګړي ډول په کراچۍ او پښتنو مېشتو سیمو کې د اوبو، برېښنا، تعلیم، روغتیا، روزګار او امن ستونزې دې هوارې شي، او ګوند د دې ژمنه وکړه چې د ظلم، ناانصافۍ او قومي استحصال پر ضد خپله سیاسي او جمهوري مبارزه نوره هم پیاوړې کړي.