مقامی ۱۹ مئی ۲۰۲۶

د هند د پوځ د مشر څرګندونو ته سخت غبرګون، د جمال شاه کاکړ وینا

کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند)د پاکستان مسلم لیګ (ن) بلوچستان عمومي سیکرټري او د قومي اسمبلۍ غړي جمال شاه کاکړ د هندي پوځ د مشر له لوري د پاروونکو او جګړه‌ایزو څرګندونو سخته غندنه کړې او ویلي یې دي چې دا ډول ګیدړ ډوله ګواښونه د سیمې د سولې د خرابولو ناکامه هڅه ده. هغه په کوټه کې د مسلم لیګ (ن) یوې لوړې کچې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې پاکستان یو مسؤل او باوقاره اټومي ځواک دی چې د خپلې خپلواکۍ، جغرافیایي سلامتیا او ملي وقار پر سر هېڅ ډول جوړجاړی نه مني. جمال شاه کاکړ زیاته کړه چې په تېرو معرکو کې، په ځانګړي ډول د پاک پوځ د قوي ځواب له امله نړۍ د پاکستان دفاعي وړتیا، پوځي مهارت او ملي یووالي ته قائل شوې ده، خو د هند تندلارې مشرتابه لا هم له دې تاریخي پیغام څخه زده کړه نه ده کړې. هغه وویل چې د هند رهبري د داخلي ستونزو، کمزورې اقتصاد او د خلکو د حقونو له مسلو د پاملرنې اړولو لپاره د جګړې فضا جوړول غواړي، خو د پاکستان ولس او پوځ یو موټی ولاړ دي او د هر ډول تېري کوونکي اقدام سخت او کوبنده ځواب ورکولو بشپړ توان لري.