کوټه (ډیلي نوی ژوند) د هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د زلزلې سخت ټکانونه احساس شوي چې له امله یې په خلکو کې ویره خپره شوې او خلک له کورونو او دفترونو بهر وتلي دي. د زلزلې ټکانونه په سوات، ملاکنډ او خیبر پښتونخوا په څو سیمو کې محسوس شوي، چې خلکو کلمه طیبہ ویله او خلاصو میدانونو ته راوتلي وو. د زلزلې پېما مرکز په وینا د زلزلې شدت ۴.۹ ثبت شوی او ژوروالی یې ۱۳۰ کیلومتره و، چې مرکز یې د هندوکش غرني سلسله ښودل شوې ده. تر اوسه د کوم ځاني یا مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی، خو اړوند ادارې وضعیت څاري.
