کوټه (ډیلي نوی ژوند) د شمالي وزیرستان په شېوه سیمه کې د امنیتي ځواکونو د لټون او صفایي عملیاتو پر مهال ۲۲ خوارج وژل شوي دي. د پاک پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) په وینا دا عملیات له ۱۷ مې راهیسې روان دي او په سختو نښتو کې د ترهګرو پټنځایونه په نښه شوي دي، چې له هغوی څخه وسلې او مهمات هم ترلاسه شوي دي. بیان زیاتوي چې وسلهوال د ځایي خلکو د انساني ډال په توګه کار اخلي، خو امنیتي ځواکونو سیمه کلابنده کړې او عملیات یې جاري ساتلي دي. آی ایس پي آر ټینګار کړی چې د “عزم استحکام” تر تګلارې لاندې به د ترهګرۍ تر بشپړ ختمېدو پورې عملیات روان وي او د امن دښمنو پر ضد به بې توپیره اقدام کېږي.
