کوټه (ډیلي نوی ژوند) د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند لورالایي ویلي دي چې د ګورنمنټ ګرلز کالج لورالایي تعلیمي وضعیت تر سخت زوال رسېدلی او د تدریسي نظام حالت نږدې فلج شوی دی. د ګوند په بیان کې ویل شوي چې ګڼ شمېر استادان د خپلو اساسي دندو پر ځای زیات وخت په سټاف روم کې تېروي چې له امله یې د زده کړو بهیر سخت اغېزمن شوی دی. بیان کې زیاته شوې چې د استادانو کمښت، د لابراتوار او لایبرېرۍ بندښت، د څښاک پاکو اوبو نشتوالی او د ټرانسپورټ په نوم اضافي فیس اخیستل د زدهکوونکو لپاره جدي ستونزې جوړې کړې دي. غوښتنه شوې چې حکومت دې سمدستي اقدام وکړي او زدهکوونکو ته دې یو خوندي او معیاري تعلیمي چاپېریال برابر کړي.
