کوټه (ډیلي نوی ژوند) د امنیتي اندېښنو او ناامنیو له امله د ټرانسپورټرانو اتحادیې اعلان کړی چې له بلوچستان څخه د ټرکونو له لارې د معدنیاتو لېږد به تر نامعلومې مودې پورې ودرول شي. د ټرانسپورټ سرچینو په وینا په بېلابېلو سیمو کې د امنیتي پېښو او لارو کې د ستونزو له امله دا پرېکړه شوې ده. ټرانسپورټرانو ویلي تر هغه چې د امنیت ډاډ نه وي ورکړل شوی، د معدنیاتو انتقال به بند وي. دوی زیاتوي چې د پرلهپسې غوښتنو سره سره په لارو کې مؤثر امنیتي انتظامات نه دي شوي، چې له امله یې سوداګریزې چارې اغېزمنې شوې دي. ځایي حلقو اندېښنه ښودلې چې دا پرېکړه به د اقتصادي فعالیتونو پر جریان منفي اغېز وکړي.
