کوټه (ډیلي نوی ژوند) د ینګ ډاکټرز ایسوسی ایشن (وایي ډي اې) بلوچستان ویاند ډاکټر ثناالله بلوڅ د حکومت له خوا د کوئټې نو جوړ شوي باچا خان هسپتال د پبلک پرایویټ پارټنرشپ (PPP) لاندې د چلولو تجویز په کلکه رد کړی دی. هغه ویلي چې حکومت د روغتیا په برخه کې واضحه پالیسۍ نه لري او د هسپتالونو د چلولو لپاره متضاد ماډلونه کاروي، چې له امله یې د روغتیا سیستم ګډوډ شوی دی. د وای ډي اې په وینا سرکاري ادارې باید پیاوړې شي، نه دا چې د شخصي سکتور تر واک لاندې ورکړل شي، او که دا پرېکړه بدله نه شي نو د سخت احتجاج خبرداری ورکړل شوی دی.
