مقامی ۱۹ مئی ۲۰۲۶

پیپلز پارټۍ: بلوچستان کې د محرومۍ احساس ختمولو ته ژمن یو

کوټه (ډیلي نوی ژوند) د بلوچستان اسمبلۍ غړي او د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر ویلي دي چې پیپلز پارټۍ د بلوچستان د خلکو د محرومۍ د احساس ختمولو لپاره جدي او ژمنه ده. هغه وویل چې د وزیراعلی بلوچستان میر سرفراز بګټي په مشرۍ موجوده حکومت د پرمختګ، سوکالۍ او د ولسي ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه اخلي. نوموړي زیاته کړه چې حکومت د تعلیم، روغتیا، مواصلاتو او روزګار په برخو کې پرمختیایي پروژې پر مخ وړي او خلک د مثبت بدلون احساس کوي.