کوټه (ډیلي نوی ژوند) د سندھ د ګهوټکي ولسوالۍ په عادلپور تاڼه کې د یوې پېغلې پر ضد د مبینه جنسي تېري قضیه د پنځو کسانو پر ضد درج شوې ده، خو پولیس وايي تر اوسه کومه نیونه نه ده شوې. د ایف آی آر له مخې دا پېښه د مې په درېیمه نېټه هغه مهال شوې کله چې د متاثرې کورنۍ ښځې او لور د څارویو لپاره واښه ټولولو ته تللي وو. د راپور له مخې وروسته د پېښې شکایت د کلیوالو مشرانو سره له مشورې وروسته ثبت شوی دی. پولیس وایي د متاثرې ښځې طبي معاینه ترسره شوې او ابتدایي څېړنې روانې دي، خو تر دې دمه د پېښې په تړاو څوک نه دي نیول شوي. چارواکي زیاتوي چې پلټنې جاري دي او د شواهدو راټولولو کار روان دی.
