مقامی ۱۹ مئی ۲۰۲۶

ګورنر بلوچستان: پایداره امن، ښه ګورننس او د پرمختګ چټکتیا ضروري ده

کوټه (ورځپاڼه نوی ژوند) د بلوچستان ګورنر شیخ جعفر خان مندوخېل په ګورنر هاوس کې له بېلابېلو وفودو سره په لیدنو کې د صوبې د پایداره امن، ښه ګورننس او د پرمختیایي پروسو د چټکتیا پر اړتیا ټینګار وکړ. هغه وویل چې د ځوانانو لپاره د تعلیم، مهارت او روزګار فرصتونه برابرول د ټولو ادارو ګډه ذمه واري ده او د وفاق او صوبې ترمنځ مؤثره همغږي د اوږدمهاله ستونزو د حل لپاره اړینه ده. هغه زیاته کړه چې په ټولو کچو کې شفافیت او میرټ د خلکو د باور د زیاتېدو بنسټ جوړوي.