کوټه (ډیلي نوی ژوند) اسلام آباد پولیسو د جعلي تښتونې او تاوان غوښتنې یوه حیرانوونکې ډرامه بربنډه کړې او په دې قضیه کې یې څلور کسان نیولي دي، چې پکې مبینه “مغوی” نورالدین زنګي هم شامل دی. د پولیسو په وینا په ټولنیزو رسنیو خپره شوې ویډیو کې نوموړی د تشدد لاندې ښودل شوی و او د خوشې کېدو لپاره یې د پنځو کروړه روپیو تاوان غوښتل شوی و، خو وروسته د پلټنو له لارې معلومه شوه چې دا ټوله پېښه د پلان له مخې جوړه شوې وه. څېړنو کې څرګنده شوې چې نورالدین زنګي شاوخوا ۲۲ کروړه روپۍ د قرض لاندې و او د خپلو نږدې ملګرو په مرسته یې د تښتونې جعلي کیسه جوړه کړې وه. د پولیسو په وینا لومړی د آبپاره تاڼه کې د تښتونې مقدمه درج شوې وه، وروسته د هغه موټر د سری نگر هایوې نه موندل شوی او موبایل لوکیشن یې روجهان کې ثبت شوی و، خو وروسته څرګنده شوه چې نوموړی په حقیقت کې په کراچۍ کې موجود و او د سمندر غاړې ته د ویډیو ثبتولو لپاره وړل شوی و. پولیس وایي چې نورې پلټنې روانې دي او له نیول شویو کسانو مهم شواهد ترلاسه کېږي.
