بارکھان (نوی ژوند کوټه) د درې اربه روپو په لګښت جوړېدونکی د بارخان نه تر رکني سړک تر کلونو تېرېدو وروسته هم نه دی بشپړ شوی، چې له امله یې سیمه ییز خلک او مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي، دا مهمه لویه لاره بارخان له ډیرا غازي خان او کوټه سره نښلوي خو اوس په خراب حالت کې ده او د ټرافیکي پېښو له امله د انساني تلفاتو راپورونه هم ورکړل شوي، خلکو څو ځله احتجاجونه کړي خو پروژه لا هم نیمګړې پاتې ده.
