واشنګټن کوټه (نوی ژوند کوټه) د امریکا سینیټ د ایران په اړه د ټرمپ ادارې د پالیسۍ پر ضد یو قرارداد منظور کړی چې پکې د ایران پر وړاندې ناکه بندي ختمول او د امریکایي ځواکونو بېرته ستنول غوښتل شوي دي.په رایه اچونه کې د قرارداد په ملاتړ 50 او مخالفت کې 47 رایې ورکړل شوې. دا پرېکړه د ټرمپ ادارې لپاره یو لوی سیاسي ګوزار بلل کېږي.راپورونه وایي چې دا قرارداد به اوس د امریکا د استازو جرګې ته د رایې لپاره وړاندې کېږي او هلته یې د منظورۍ امکانات هم زیات بلل کېږي.سیاسي شنونکي وایي چې د امریکا د کانګرس ډېری غړي په دې نظر دي چې د ایران پر ضد هر ډول پوځي اقدام باید د کانګرس له رسمي اجازې سره وي.
