تازه خبرونه ۲۰ مئی ۲۰۲۶

د ایران د نفوس زیاتوالی د ملي ځواک لپاره مهم بلل شوی

تهران کوټه (نوی ژوند کوټه) د ایران سپریم لیډر آیت الله سید مجتبی خامنه ای د ملي نفوس ورځې په مناسبت په پیغام کې ویلي چې د ایرانی قوم د ځواک تسلسل د نفوس له زیاتوالي سره نېغ تړاو لري، هغه ویلي چې د زیږون د کچې لوړول او د ماشومانو د پیدا کولو رجحان ته وده ورکول د هېواد لپاره ستراتیژیک اهمیت لري، نوموړي زیاته کړې چې د نفوس زیاتوالی یوازې د تېرو پالیسيو د کمزوریو جبران نه دی بلکې یو مهم ستراتیژیک اړخ لري، د هغه په وینا که د نفوس د زیاتوالي منظم او سم سیاست عملي شي نو ایرانی ولس به په راتلونکي کې لوی رول ولوبوي او د یوې نوې اسلامي-ایراني تمدن د جوړولو په لور به مهم ګامونه واخلي، هغه د نفوس په برخه کې د کارکوونکو هڅې وستایلې او هغوی ته یې د کار د دوام سپارښتنه وکړه او وویل چې د ماشومانو د زیږون د هڅو زیاتوالی د هېواد راتلونکی روښانه کولی شي۔