مقامی ۲۰ مئی ۲۰۲۶

د بارکان تر رکي سړک د جوړولو ځنډ، خلک له سختو ستونزو سره مخ دي

بارخان (نوی ژوند کوټه) د درې اربه روپیو په لګښت جوړېدونکی د بارخان تر رکي سړک له څو کلونو تېرېدو وروسته هم نه دی بشپړ شوی، چې له امله یې د سیمې اوسېدونکي او مسافر له سختو ستونزو سره مخ دي، دا مهمه لویه لاره بارخان له ډیرا غازي خان او کوټې سره نښلوي خو په اوس وخت کې له سختې خرابۍ سره مخ ده، د سړک خراب حالت او ژورو کندو له امله نه یوازې موټرو ته زیان رسېږي بلکې وخت په وخت ټرافیکي پېښې هم رامنځته کېږي چې پکې د خلکو ژوند له لاسه ځي، وکلا، سیاسي ګوندونو او عامو خلکو څو ځله احتجاجونه هم کړي خو بیا هم پروژه نه ده بشپړه شوې، د سیمې خلکو له وزیراعلی بلوچستان څخه غوښتنه کړې چې د ځنډ مسؤلینو پر ضد دې سخته قانوني اقدام وشي او سړک دې ژر تر ژره بشپړ شي ترڅو خلک له دې اوږدې ستونزې خلاص شي۔