په کوټه کې د مسجد روډ په سیمه کې هغه مهال د ډکیتۍ پېښه وشوه کله چې له بینک څخه پیسې اخیستونکی یو وګړی د درېو مسلح کسانو له خوا لوټ شو. د معلوماتو له مخې نږدې درې نیم لکه روپۍ ترې تښتول شوې وې. د پېښې وروسته د خلکو د تعقیب پر مهال د ملزمانو موټر ټکر شو، چې له امله یې یو شکمن ټپي شو او ونیول شو، په داسې حال کې چې دوه نور ملزمان وتښتېدل. پولیسو د پلټنو ترڅنګ په ښار کې ناکه بندي او لټون عملیات پیل کړي دي.
