کوټه(نوی ژوند کوټه) اصغر خان اڅکزی، مولانا عبدالواسع، مولانا هدایت الرحمن او داوود شاه کاکړ ویلي چې د حکومت او آی ایم ایف د پرېکړو له امله د خوراکي توکو بیې څو چنده لوړې شوې دي، دوی غوښتنه کړې چې د پټرولیم نرخونه دې ژر تر ژره کم کړل شي او که نه نو خلک به سړکونو ته ووځي او احتجاج به وکړي.
