کوټه (نوی ژوند ) امنیتي ځواکونو د بلوچستان په سارانان سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات کړي، چې پکې د فتنۀ الخوارج افغان مشر “خارجی بصیر” وژل شوی او د هغه یو ملګری نیول شوی دی.د امنیتي سرچینو له مخې، عملیات د ارجم کلی په سیمه کې ترسره شوي، چې پکې له سختې نښتې وروسته نوموړی هدف له منځه وړل شوی. ویل کېږي وژل شوی کس د کمانډر نورالله زوی و او په امنیتي ځواکونو د ګڼو بریدونو په پلان جوړولو کې ککړ و.سرچینې زیاتوي چې خارجی بصیر د هغو ځانمرګو بریدګرو په شبکو کې هم شامل و چې د پشین په پېښه کې وژل شوي وو. امنیتي ادارې دا عملیات د ترهګرۍ پر ضد یوه لویه لاسته راوړنه بولي.
