پاکستان ۲۰ مئی ۲۰۲۶

د وزیراعظم چین سفر، د 5 ارب ډالرو څخه زیات 100 معاهدې

اسلام آباد کوټه (نوی ژوند کوټه) د باوري سرچینو له مخې د وزیراعظم د 24 څخه تر 26 مې مۍ پورې د چین د سفر پر مهال د 5 ارب ډالرو په ارزښت تر 100 زیات ایم او یوګانې د لاسلیک لپاره تیارې شوي دي چې 90 سلنه به بزنس ټو بزنس او 10 سلنه به ګورنمنټ ټو بزنس وي، وزیراعظم شهباز شریف به د چین له صدر او وزیراعظم سره لیدنې کوي چې پکې به د سیمې پر خراب امنیتي وضعیت هم خبرې وشي، د سفر پر مهال د زراعت، پولټري، ډایري فارمنګ، مېوو او سبزیجاتو پروسس، د حیواناتو واکسین، فشریز، کولډ چین، سرې، تخمونه، کرنیزې درملې، آی ټي، فِن ټیک، ای کامرس، کلاوډ کمپیوټنګ، ټیلیکام، صنعتي څانګې، موبایل او لیپ ټاپ بیټرۍ، الېکټریک وسایطو پرزې او چارجنګ سټیشنونو اړوند معاهدې شاملې دي، د پلانونو د څار لپاره د هارون اختر خان په مشرۍ عالي کچه کمېټه هم جوړه شوې چې به یې هفتوار جاج اخلي، د کابینې ځینې وزیران هم له وزیراعظم سره سفر کوي او د بزنس ټو بزنس غونډو کې به د خصوصي سکتور استازي هم ګډون ولري، د سفر له امله د بجټ په پروسې کې بدلون راغلی او امکان شته چې بجټ به د 5 جون په شاوخوا کې وړاندې شي۔