مقامی ۲۰ مئی ۲۰۲۶

د ټرانسپورټرانو غبرګون: د دیوال سره د لګولو پالیسي خطرناکه ده

کوټه (نوی ژوند کوټه) د آل بلوچستان ټرانسپورټرز ایکشن کمیټې مشر حبیب الله بادیزي ویلي چې ټرانسپورټران د سختو ستونزو، اقتصادي فشار او ناامنۍ سره مخ دي، د هغه په وینا په قومي شاهراوو د ډاکو، لوټمار او باج اخیستو پېښې زیاتې شوې دي چې له امله یې نه یوازې ټرانسپورټران مالي زیان ویني بلکې مسافر هم ناامنه شوي دي، هغه وویل چې د چیک پوسټونو غیر ضروري ځنډ، سخت چلند، درنې جرمانې او د پټرولو او پرزو لوړې بیې دا ستونزه نوره هم زیاته کړې، بادیزي حکومت ته خبرداری ورکړ چې که د ټرانسپورټرانو ستونزې حل نه شي نو دا به د ټولې معیشت او عامو خلکو پر ژوند منفي اغېز وکړي او ټرانسپورټران دې د دیوال سره نه لګول کېږي۔