پاکستان ۲۰ مئی ۲۰۲۶

د پاکستان او چین اړیکې له هیمالیه لوړې او له سمندر ژورې دي: محمود خان اچکزئی

اسلام آباد ( نوی ژوند ) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر او د تحریک تحفظ آئین پاکستان سربراه او د قومي اسمبلۍ د اپوزیشن مشر محمود خان اچکزئی په قومي اسمبلۍ کې ویلي دي چې د پاکستان او چین اړیکې له هیمالیه غرونو لوړې او له سمندرونو ژورې دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ دا دوستي تاریخي او ژورې اړیکې لري، هغه وویل چې د حکومت او اپوزیشن ترمنځ جدي اختلافات موجود دي خو د چین د وفد د درناوي لپاره یې خپل بایکاټ موقتي ډول وځنډاوه، هغه زیاته کړه چې اپوزیشن غوښتنه کړې وه چې پخواني وزیراعظم عمران خان ته د علاج لپاره مناسب روغتون ته د تګ اجازه ورکړل شي او د ملاقات بندیزونه دې لرې شي، خو د چین د وفد د درناوي لپاره د احتجاج باوجود په غونډه کې ګډون وشو، هغه وویل چې چین د پاکستان ګاونډی او نږدې دوست هېواد دی او د سیمې او نړۍ په کچه په ځانګړي ډول د ایران او افغانستان په اړه مثبت سفارتي رول ادا کوي، او زیاته یې کړه چې د پاکستان ولس به هېڅکله د چین هغه احسانونه هېر نه کړي چې دوی یې د هېواد او سیمې لپاره کړي دي، همدارنګه هغه په پارلمان او رسنیو کې د موجوده سیاسي صورتحال پر وړاندې اندېښنه څرګنده کړه او ویې ویل چې پارلماني نظام کمزوری شوی او هغه کسان چې د خپلو حقونو غوښتنه کوي د انتقامي چلند سره مخ دي، او سره له دې ټولو سیاسي اختلافاتو یې بیا هم د چین د وفد د درناوي لپاره په غونډه کې ګډون وکړ او دا یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د اهمیت څرګندونه وبلله۔