کوټه(نوی ژوند )سیاسي او مذهبي ګوندونو د پټرولیم محصولاتو د بیو د زیاتوالي پر ضد سخت غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې ګراني د عامو خلکو ژوند ډېر سخت کړی دی. د هغوی په وینا حکومت دې ژر تر ژره نرخونه کم کړي، کنه خلک به احتجاج ته راووځي. هغوی زیاتوي چې د آی ایم ایف فشار او حکومتي پالیسۍ له امله د ژوند اساسي توکي د عام ولس له وسه وتلي دي.
