تازه خبرونه ۲۰ مئی ۲۰۲۶

د چین ولسمشر: د سیمې جګړه باید ژر او بشپړه ودرول شي

بیجینګ کوټه (نوی ژوند کوټه) د چین ولسمشر شي جین پینګ ویلي چې په سیمه کې جګړه ژر تر ژره بندول ضروري شوي دي او د اوسني بحران د حل لپاره مذاکرات خورا مهم دي، هغه د روس ولسمشر ولادیمیر پوتین سره په لیدنه کې وویل چې د چین او روس ترمنځ قوي سیاسي باور او ستراتیژیک همکاري د دواړو هېوادونو د اړیکو مهم بنسټ دی، پوتین وویل چې د چین او روس اړیکې اوس بې ساري کچې ته رسېدلي دي او دواړه هېوادونه باید د یو بل د پرمختګ او ثبات لپاره همکاري نوره هم زیاته کړي، هغه زیاته کړه چې اقتصادي اړیکې ښه روانې دي او روس د منځني ختیځ د کړکېچ پر مهال د انرژۍ مهم او باوري عرضه کوونکی دی، شي جین پینګ خبرداری ورکړ چې نړۍ یو ځل بیا د طاقت د سیاست او “ځنګل قانون” لور ته د تګ له خطر سره مخ ده او دواړه هېوادونه باید د عادلانه نړیوال نظام لپاره ګډ کار وکړي، په دې لیدنه کې پوتین شي جین پینګ ته د راتلونکي کال د روسیې د سفر بلنه هم ورکړه۔