پاکستان ۲۰ مئی ۲۰۲۶

د 190 ملیونه پونډ قضیه: که راتلونکې اورېدنه کې دلایل وړاندې نه شي نو قانون به خپل مسیر غوره کړي چیف جسټس

کوټه (نوی ژوند کوټه) اسلام آباد های کورټ کې د باني تحریک انصاف او بشریٰ بي بي د 190 ملیونه پونډ قضیې د سزاګانو خلاف د اپیلونو اورېدنه شوې، چې پکې چیف جسټس سرفراز دوګر څرګنده کړه که په راتلونکې اورېدنه کې دلایل وړاندې نه کړل شي نو قانون به خپله لاره خپله کړي.د اورېدنې پر مهال عدالت ته ویل شوي چې د باني پی ټي آی وکیل سلمان صفدر د ناروغۍ له امله حاضر نه شو. چیف جسټس په دې اړه وویل چې که وکیل موجود نه وي نو بل وکیل دې وټاکل شي.د وکیل سلمان اکرم راجه له لوري عدالت ته ویل شوي چې سلمان صفدر د سترګو ناروغي لري او د بهرني معاینې له امله نه شي حاضرېدای، او د وکالت نامې لاسلیک هم نه دی شوی.عدالت یادونه وکړه چې مخکې هم د اډیاله جیل چارواکو ته د وکیلانو د ملاقات اجازه ورکړل شوې وه، خو د وکالت نامې لاسلیک نه دی شوی. چیف جسټس وویل چې د اپیلونو اورېدنه باید بې له ځنډه مخته ولاړه شي او غیر ضروري ځنډ به ونه منل شي.وروسته عدالت د وکیل د استدعا له منلو سره اورېدنه تر نامعلومې مودې وځنډوله او امر یې وکړ چې د اډیاله جیل سپرنټنډنټ دې د باني پی ټي آی څخه د وکالت نامې لاسلیک یقیني کړي.