کوټه(نوی ژوند کوټه)د خاران او واشک مشهور قبایلي مشر ویلي چې د بلوچستان په ځانګړي ډول رخشان ډویژن د طبیعي زېرمو په اړه پرېکړې پرته له دې کېږي چې ځايي خلک په کې شامل کړل شي، چې دا د خلکو لپاره جدي اندېښنه ده، هغه وویل د رخشان ډویژن زیاتره معدني سیمې مخکې له مخکې غیر مقامي کمپنیو ته ورکړل شوي چې دا د ځايي خلکو د اقتصادي، ټولنیزو او قانوني حقونو سرغړونه ده، که په دې پروژو کې ځايي خلکو ته شراکت، روزګار او ملکیت ورکړل شي نو دوی خپله د خپلو سیمو د وسایلو ساتنه کولی شي او بیا د اضافي امنیتي دهلېز اړتیا نه پاتې کېږي، هغه زیاته کړه چې بلوچستان کې د پرمختګ تر نوم لاندې تل لویې دعوې شوې خو حقیقت دا دی چې خاران او واشک لا هم د څښاک اوبو، روغتیا، تعلیم، روزګار، زراعت او پانګونې له اساسي اسانتیاوو بې برخې دي او داسې ښکاري چې خلک د ریډ انډینز په څېر محدودو مېشت ځایونو ته محدود کړل کېږي، هغه وویل چې د بلوچستان د خلکو د عاید دوه مهمې لارې معدنيات او زراعت دي خو اوس خلک په معدنیاتو کې له کاره ایستل کېږي او بزګرانو ته نه یواځې سوبسډي نه ورکول کېږي بلکې هیڅ عملي حکومتي مرسته هم نشته، د فیول تجارت په اړه یې وویل چې که څه هم دا تجارت د نورو سیمو اقتصاد ته هم ګټه رسوي خو بیا هم ځایي خلک له بې ځایه مقدماتو او بندیزونو سره مخ دي او په پای کې یې له حکومت او اړوندو ادارو غوښتنه وکړه چې په ټولو معدني او پرمختیایي پروژو کې ځايي خلک لومړیتوب ولري؛
