کوټه (نوی ژوند کوټه) بلوچستان پولیس د صوبې په کچه د جرایمو ضد عملیاتو کې فعال پاتې شوي دي، د پولیسو د ویاند په وینا په تېرو درې اوونیو کې په ټول بلوچستان کې 43 اشتہاري، 288 مفرور او 556 نور مطلوب ملزمان نیول شوي دي، همدارنګه د عملیاتو پر مهال 13 مغویان په خوندي ډول خوشې کړل شوي دي، پولیسو 5 مسروقه موټر، 15 موټرسایکلونه او 6 موبایلونه هم برآمد کړي دي، د منشياتو ضد کارروايۍ کې 94 کسان نیول شوي چې له هغوی نه چرس، آئس، هیروئین، افیون، شراب او نور نشه يي مواد ترلاسه شوي، چارواکو ویلي چې زرګونه لیټره ایرانی ډیزل، غیرقانوني سامان او د اربونو روپیو ایرانی کرنسۍ هم نیول شوې ده، پولیسو ټینګار کړی چې د جرایمو د ختمولو لپاره عملیات دوام لري او د صوبې په بېلابېلو سیمو کې د مطلوبو کسانو د نیولو لپاره ګډې هڅې روانې دي۔
