کوټه (نوی ژوند کوټه) په سوشل میډیا د یوې مبینه آډیو له خپرېدو وروسته، پکې د کالعدم ډلې له خوا د پاکستان تحریک انصاف د صوبایي اسمبلۍ غړي آصف محسود د نه نیولو او پرېښودو خبرې شوې دي.په آډیو کې د دوو کسانو ترمنځ مکالمه ښودل کېږي چې پکې ویل کېږي د آصف محسود په اړه غلط فهمي شوې او باید ورته زیان ونه رسول شي.خو آصف محسود په خپل غبرګون کې ویلي چې له دې کسانو سره هېڅ ډول اړیکه نه لري او نه یې پېژني. هغه وویل چې که کومه آډیو خپره شوې وي، هغه د ده سره تړاو نه لري او یوازې خپل سیمه وزیرستان ته تللی و.
