مقامی ۲۰ مئی ۲۰۲۶

په چمن کې د محمود خان اچکزئی د ولسي غونډې تیارۍ وروستي پړاو ته رسېدلې

چمن (نوی ژوند کوټه) د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ضلع چمن له لوري د ګوند د مشر او د قومي اسمبلۍ د اپوزېشن مشر او د تحریک تحفظ آئین پاکستان د مشر محمود خان اچکزئی د اختر په درېیمه ورځ چمن ته د سفر او د ولسي غونډې د تیارۍ د بشپړولو لپاره د ضلعي قائم مقام سیکرټري حاجي جمال خان اچکزئی په مشرۍ د ضلعي کمېټې بیړنۍ غونډه ترسره شوه، چې پکې صوبايي جنرل سیکرټري کبیر افغان او صوبايي ډپټي سیکرټري نظام عسکر ګډون وکړ، په غونډه کې د حکومتي ماډل هایر سیکنډري سکول په پلې ګراونډ کې د مرکزي جلسې د انتظاماتو بشپړولو، امنیت، د ټرافیک پلان، د موټرو د تمېدو ځای، د هرکلي انتظامات، د دیوالونو لیکنې (وال چاکنګ)، لویې تصویرې، د ګوند بیرغونه، سټېج او پنډال جوړولو او د بېلابېلو کمیټو د جوړولو پرېکړه وشوه، همدارنګه د امنیتي تصفیې لپاره د چمن له ډپټي کمېشنر سره هم ملاقات وشو، په غونډه کې وویل شول چې په موجوده شرایطو کې د محمود خان اچکزئی سفر ډېر مهم دی او له دې څخه به مهمې پایلې ترلاسه شي، د ګوند مشرانو له خلکو غوښتنه وکړه چې په لوی شمېر کې دې په ولسي غونډه کې ګډون وکړي۔