پاکستان ۲۰ مئی ۲۰۲۶

ډیزل د بیو زیاتوالي له امله: د پاکستان رېلوې 8 ټرېنونه ودرول

کوټه (نوی ژوند کوټه) د ډیزل د نرخونو دوامداره زیاتوالي او د عملیاتو د لګښتونو لوړوالي له امله پاکستان رېلوې د هېواد په بېلابېلو لارو کې د 8 ټرېنونو خدمتونه په موقتي ډول بند کړي دي.د رېلوې چارواکو په وینا په بند شوو ټرېنونو کې بولان میل، خوشحال خان خټک ایکسپریس، مهراڼ ایکسپریس، چمن مسافر ټرېن، ماروي ایکسپریس، سمن سرکار ایکسپریس، موئن جو دړو ایکسپریس او راوي ایکسپریس شامل دي.چارواکي وایي چې د تېلو لوړ لګښت او د مسافرو کموالي له امله د رېلوې عملیات سخت اغېزمن شوي وو، نو ځکه دا پرېکړه شوې ده. ویل شوي چې ټرېنونه به د حالاتو ښه کېدو وروسته بیا فعال شي.