مقامی ۲۰ مئی ۲۰۲۶

کان کن مزدوران د هېواد د اقتصاد ملا تیر دي

کوټه (نوی ژوند کوټه) د پاکستان یونایټډ ورکرز فیډریشن بلوچستان عمومي سیکرټري پیر محمد کاکړ ویلي چې کان کني مزدوران د هېواد د اقتصاد ملا تیر دي خو بیا هم په سختو او خطرناکو حالاتو کې کار کوي، هغه وویل چې د کانونو په ساحو کې د خوندیتوب سیستم کمزوری دی او د پېښو پر وخت مناسب طبي مرسته نه وي، کاکړ له حکومت او ماین مالکان څخه غوښتنه وکړه چې د خوندیتوب عصري وسایل، طبي مرکزونه، ایمبولینس او د ژغورنې سیستمونه برابر کړي، هغه د ماینز بل 2025 او ماینز ایکټ 1923 کې د بدلونونو په اړه اندېښنه وښوده او ویې ویل چې هر قانون باید د مزدورانو د استازو په مشوره جوړ شي، هغه ټینګار وکړ چې ټول مزدوران دې د EOBI سره ثبت شي تر څو هغوی ته پنشن او نورې اسانتیاوې ورکړل شي او حکومت دې د مزدورانو لپاره د ژوند اساسي اړتیاوې لکه اوبه، برق، تعلیم او روغتیا هم یقیني کړي۔