اسلام آباد: د کابینې اقتصادي رابطې کمېټې د غړو په شمېر کې د زیاتوالي منظوري ورکړې ده. د وزیراعظم شهباز شریف له منظورۍ وروسته د فدرالي وزیر تعلیم ډاکټر خالد مقبول صدیقي د ای سي سي غړی وټاکل شو. همدارنګه د ځانګړو اقتصادي زونونو (ترمیمي) بل ۲۰۲۶ هم منظور شو چې د ولسمشر آصف علي زرداري له خوا د وزیراعظم په ایډوایس لاسلیک شو.
