مقامی ۲۲ مئی ۲۰۲۶

د بلوچستان د پرمختګ او ولسي ستونزو د حل لپاره د وفاق همکاري ضروري ده، میر سرفراز بګټی

اسلام آباد/ګوادر: د بلوچستان وزیراعلیٰ (میر سرفراز بګټی) په اسلام آباد کې د قومي اسمبلۍ له سپیکر (سردار ایاز صادق) سره ملاقات وکړ، چې پکې د هېواد پر سیاسي صورتحال، د وفاق او بلوچستان ترمنځ پر همکارۍ، پارلماني چارو او د صوبې د پرمختګ په اړه تفصیلي خبرې وشوې۔ وزیراعلیٰ د بلوچستان د روانو پرمختیایي منصوبو، د امن او امان وضعیت او ولسي فلاحي اقداماتو په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل چې د بلوچستان پایداره پرمختګ او په ملي بهیر کې د اغېزمن ګډون لپاره د وفاق همکاري لازمي ده، بلخوا د قومي اسمبلۍ سپیکر د صوبې د پرمختګ او د ولسي ستونزو د حل لپاره د هر راز ممکنه مرستې باور ورکړ۔ بل لور ته په ګوادر کې د وزیراعلیٰ د ولس دوست وژن له مخې ډسټرکټ هیلت آفیسر ډاکټر یاسر طاهر او ډپټي ډي اېچ او ډاکټر فاروق بلوچ د آر ایچ سي سربندن او سي ډي ببر شور دوره وکړه، چې پکې یې د طبي اسانتیاوو، دواګانو، طبي آلاتو، صفایۍ او ناروغانو ته د ورکړل کېدونکو سهولتونو جاج واخیست۔ په دې مهال د روغتون لپاره د ضروري دواګانو، واټر ډسپنسر، ایکسرې مشین او نورو طبي آلاتو د برابرولو پرېکړه وشوه او د ایمبولینس د ژر فعالولو هدایت هم جاري کړل شو، ډاکټر یاسر طاهر وویل چې د وزیراعلیٰ میر سرفراز بګټی د وژن مطابق ولس ته پر وخت، معیاري او عصري طبي سهولتونه برابرول د صحت محکمې لومړیتوب دی۔