کوټه (اسټاف رپورټر) د بلوچستان د کالجونو د مالي ستونزو او پرمختيايي چارو د حل لپاره مهمه غونډه د راحیلہ حمید خان درانی په مشرۍ ترسره شوه، چې پکې د میر شعیب نوشیروانی په ګډون د اړوندو ادارو لوړپوړو چارواکو هم ګډون وکړ۔ په غونډه کښې د صوبې د بېلابېلو کالجونو مالي ستونزې، پرمختيايي پروژې، بنيادي اسانتياوې او د تعليمي معيار ښه والي په تفصيل سره وڅېړل شول۔ د دې موقعې پر مهال دواړو وزيرانو وويل چې په بلوچستان کښې د لوړو زده کړو پرمختګ او زده کوونکو ته غوره تعليمي چاپېريال برابرول د حکومت لومړيتوب دی او د کالجونو د ستونزو د حل لپاره به عملي او مؤثر ګامونه پورته کېږي تر څو تعليمي ادارې نورې هم پياوړې شي۔
