تازه خبرونه ۲۲ مئی ۲۰۲۶

د هرنایي او سنجاوي سړکونو پروژو کې ځنډ، بلوچستان هایکورټ د اندېښنې څرګندونه وکړه

کوټه (نوې پښتو) د بلوچستان هایکورټ دوه کسیزه بینچ چې مشري یې چیف جسټس محمد کامران خان ملاخېل او جسټس ګل حسن ترین کوله، د عبدالرحیم زیارتوال له خوا دائر شوې آئیني درخواست اورېدنه وکړه او د زیارت موړ، کچ، هرنایي، سنجاوي او هرنایي ـ سبی شاهراه پروژو د پرمختګ جاج یې واخیست. عدالت ته د نیشنل های وے اتھارټۍ له خوا وویل شول چې د زیارت موړ ـ کچ ـ هرنایي ـ سنجاوي سړک ډیزائن او ټینډر اسناد بشپړ شوي او د وفاقي PSDP 2025-26 کې ورته 200 ملینه روپۍ ځانګړې شوې دي، بلخوا د هرنایي ـ سبی سړک پروژه د PC-1 د بیاکتنې په پړاو کې ده او د درېیم فریق تصدیق نږدې بشپړ شوی دی. د بلوچستان پلاننګ او پرمختیایي ادارې عدالت ته وویل چې د زیارت موړ پروژه به په بشپړ ډول د وفاق له خوا د NHA تر څارنې لاندې بشپړه شي، خو د هرنایي ـ سبی سړک لپاره د 80/20 فنډ شریکولو فارمول وړاندیز شوی دی. عدالت پر دې سختې نیوکې وکړې او ویې ویل چې صوبایي حکومت په دې مهمه پروژه کې سنجیده دلچسپي نه ښيي او مالي بار پر وفاق اچول غواړي. چیف جسټس محمد کامران خان ملاخېل د ایډیشنل چیف سیکرټري پرمختیا ته امر وکړ چې په شخصي توګه د دواړو پروژو څارنه وکړي او د فنډ شریکولو فارمول دې ژر تر ژره حتمي کړي، څو د PC-1 منظوري او ټینډرنګ بهیر پر وخت بشپړ شي. عدالت د مقدمې راتلونکې اورېدنه د 2026 کال د جولای تر 9مې وځنډوله۔