کوئټه: د پاکستان او چین د سفارتي اړیکو د ۷۵مې کلیزې په مناسبت د مسلم لیګ (ن) بلوچستان عمومي سېکرټر او د قومي اسمبلۍ غړي جمال شاه کاکړ ویلي دي چې د پاک چین دوستي په سیمه کې د امن، پرمختګ او سوکالۍ ضمانت دی او راتلونکی نسل به یې د عصري اړتیاوو مطابق لا پیاوړې کړي. هغه د چین کې د آل پولیټیکل پارټیز کانفرنس او د پاک چین یوتھ سمټ د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي اړیکو، د ځوانانو د رول او د ولسي اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم پرمختګ وبللو. نوموړي وویل چې د پاکستان او چین اړیکې یوازې سفارتي نه دي بلکې د متقابل اعتماد او هر سخت وخت کې د یو بل ملاتړ یوه ژمنه شراکت دی. جمال شاه کاکړ زیاته کړه چې چین د تعلیم، ټیکنالوژۍ او ځوانانو په برخه کې نړۍ ته نوې بېلګې وړاندې کړې دي، او د پاکستان ځوانان د هېواد تر ټولو لویه سرمایه ده چې د مصنوعي ذهانت، ای کامرس، د بیا نوي کېدونکو انرژیو او ډیجیټل اقتصاد په برخو کې مهم رول لوبولی شي. هغه سی پیک د دواړو هېوادونو ترمنځ تاریخي اقتصادي پروژه وبلله چې د انرژۍ، ترانسپورټ او زیربناوو په برخو کې یې لوی بدلون راوستی دی. نوموړي د ځوانانو د ونډې زیاتولو، د یوتھ انوویشن فنډ، ټیکنالوژۍ تبادلې مرکزونو او ګډو سټارټ اپ پروګرامونو پر اړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل چې د نننۍ نړۍ ستونزو ته د ځوانانو ډیپلوماسي مهمه اړتیا ګرځېدلې ده.
