مقامی ۲۲ مئی ۲۰۲۶

د چمن لویه ولسي غونډه به تاریخي ثابت شي، محمود خان اچکزی به وینا وکړي

چمن: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ضلع چمن د یوې مهمې غونډې په ترڅ کې د ګوند مشر او د ملي اسمبلۍ د اپوزیشن مشر محمود خان اچکزی د چمن دورې او د عید په درېیمه ورځ د لویې ولسي غونډې تیاریو جاج واخیستل شو. په غونډه کې د صوبایي او ضلعي مشرانو په ګډون د جلسې د انتظاماتو، امنیت، ټرانسپورټ، سټېج او نور ټول چمتووالی بشپړولو لپاره بېلابېل کمیټې جوړې شوې. مشران وايي چې دا غونډه به د سیمې په سیاسي تاریخ کې مهمه مرحله وي او محمود خان اچکزی به په کې د هېواد دننه او نړیوالو حالاتو په اړه تفصیلي وینا وکړي. هغوی له ولسه غوښتنه کړې چې په پراخه کچه په دې تاریخي غونډه کې ګډون وکړي.