چتر: د بلوچستان قبایلي او سیاسي مشر میر امداد حسین مری د ډېره مراد جمالی په ډي سي چوک کې د پولیس موبایل ترڅنګ شوې چاودنه په سختو ټکو غندلې او ویلي یې دي چې دا پېښه د امن خرابولو یوه ناکامه هڅه او د معصومو خلکو او پولیسو پر ضد ښکاره ترهګري ده. هغه وویل چې په دې پېښه کې د پولیسو او عامو وګړو ټپي کېدل د سختې خواشینۍ وړ دي او دا ډول بزدلانه کړنې د بلوچستان د خلکو حوصلې نه شي کمزورې کولی. نوموړي زیاته کړه چې د ترهګرۍ پر ضد به ولس، امنیتي ادارې او محب وطن ځواکونه یو موټی پاتې کېږي. میر امداد حسین مری د حکومت او امنیتي ادارو نه د پېښې د شفافې څېړنې او د عاملینو د ژر نیولو غوښتنه وکړه او د ټپیانو د ژر روغتیا لپاره یې دعا وکړه.
