تازه خبرونه ۲۲ مئی ۲۰۲۶

زیارت مانګي ډیم ته نږدې د ایس ایچ او په ګډون درې کسان تښتول شوي، سیمه کې ویره خپره شوې

زیارت: (نوی ژوند) د مانګي ډیم په سیمه کې نامعلومه مسلح کسانو د پولیس سټېشن ایس ایچ او مسعود پانیزئي ولد حاجي غفار په ګډون د هغه دوه خپلوان اشرف پانیزئي ولد رحیم ګل او جاوید پانیزئي ولد رحیم داد تښتولي دي. پېښه هغه مهال رامنځته شوه کله چې مسلح کسانو هغوی په زور له ځان سره یووړل او نامعلوم لوري ته یې انتقال کړل.د سرچینو له مخې، د تښتونې نه مخکې په سیمه کې د ټرکونو د سوځولو پېښه هم رامنځته شوې وه، چې له امله یې وضعیت نور هم ترینګلی شوی دی. د پېښې وروسته په سیمه کې ویره خپره شوې او د ځایي خلکو ترمنځ ژوره اندېښنه موجوده ده.له بلې خوا، د پښتون سټوډنټس فیډریشن پخواني مرکزي عمومي منشي مزمل کاکړ د خپلوانو د تښتونې په پېښه سخت غبرګون ښودلی او دا عمل یې په کلکو ټکو غندلی دی. تنظیم ویلي چې د بې ګناه خلکو د وسلې په زور تښتول د زغملو نه دي.په بیان کې غوښتنه شوې چې مسعود خان پانیزئي، اشرف خان پانیزئي او جاوید خان پانیزئي دې ژر تر ژره او په خوندي ډول خوشې کړل شي. تنظیم خبرداری ورکړی چې که مغویان ژر خوشې نه کړل شي نو د هر ډول ولسي غبرګون مسؤلیت به پر اړوندو چارواکو وي.د قانون پلي کوونکو ادارو له لوري د پېښې پلټنې پیل شوې دي او د سیمې د لټون عملیاتو امکان هم څرګند شوی دی.