کوټه ( سید سردار محمد خوندئی )
د جمعیت علماء اسلام ضلع کوټې تر انتظام لاندې د جمعیت علماء اسلام د مشر مولانا فضل الرحمان د هستوګنځي د ډرون فوټیج جوړولو د عمل پر ضد یوه ستره احتجاجي مظاهره ترسره شوه.
مظاهره کې صوبائی امیر سینیټر حضرت مولانا عبدالواسع، صوبائی نائب امیر او د جمعیت علماء اسلام ضلع کوټې امیر شیخ الحدیث حضرت مولانا عبدالرحمن رفیق په ګډون نورو صوبائی او ضلعی مشرانو وینا وکړه.
ویناوالو په خپلو ویناوو کې وویل چې مولانا فضل الرحمان په ملي او نړیواله کچه د باوقاره سیاست نوم دی، د هغه د ځپلو او د هغه د حقیقي بیانیې پر ځای مثبت ځواب ورکولو پر ځای سپکو هڅو ته راښکته کیدل د حکومت نهایت کمزوري ښیي. واکمنان او مقتدره دې د هوښیارۍ نه کار واخلي.
هغوی وویل چې مولانا فضل الرحمان د جمعیت علماء اسلام او د کروړونو مسلمانانو مشر او زمونږ ریډ لاین دی. د هغه پر ضد مصنوعي درباریان او ځان جوړ شوي سرکاري کارکوونکي په ټولنیزو رسنیو کې راوستل او ناولی او بې بنسټه تبلیغات کول په هیڅ صورت د منلو وړ نه دي. مولانا فضل الرحمان زمونږ مشر دی، د هغه حفاظت کول مونږ ښه زده دی.
ویناوالو زیاته کړه چې په دې سیمه کې د جمعیت علماء اسلام کارکنانو څو ځله د داسې حالاتو سره مخ شوي دي، خو د ډرون له لارې د چادر او څلور دیوالۍ پامالي کول د احمقانه ذهنیت څرګندونه کوي.
مظاهره کوونکو د قائد جمعیت په حق کې په جوش سره نعرې ووهلې او پلې کارډونه یې په لاس کې وو. دا احتجاجي مظاهره د کوټې ښار له مختلفو لویو سړکونو څخه تیریدلو وروسته په عامه غونډه بدله شوه.
د غونډې په پای کې د قرارداد له لارې د مولانا فضل الرحمان د ځان جوړ شوي کردار کشۍ په کلکو ټکو کې غندنه وشوه او د قائد جمعیت د بیانیې بشپړ ملاتړ اعلان وشو.
