مقامی ۲۲ مئی ۲۰۲۶

قلعہ سیف الله دې آفت ځپلی سیمه وګرځول شي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند غوښتنه وکړه

قلعہ سیف الله: د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د ضلعې مشر دارا خان جوګيزي، جنرل سیکرټري نقیب پامیر او نورو ضلعي مشرانو په ګډ بیان کې د وروستیو سختو طوفاني بارانونو، شدیدې ژالې او تېزو بادونو له امله رامنځته شویو درنو زیانونو سخت غندنه کړې ده. دوی ویلي چې په کلی زامہ شامراد مسلم باغ، کلی طور غر، تاني شپہ، شایزئی او د قلعہ سیف الله په نورو سیمو کې سختې ژالې د کرنیزو فصلونو، باغونو او سولر پلیټونو بشپړ ویجاړولو لامل شوې دي. په بیان کې ویل شوي چې په ګڼو سیمو کې ونې له ریښو راپرېوتي دي چې له امله یې بزګران او عام خلک سخت مالي زیانونه ګالي. د ګوند مشرانو ویلي چې د دې پرله‌پسې طبیعي افتونو له امله تر اوسه هېڅ ډول جبران نه دی ورکړل شوی، او له حکومت، پي ډي اېم اې او اړوندو ادارو غوښتنه شوې چې قلعہ سیف الله دې ژر تر ژره آفت ځپلې سیمه وګرځول شي او د زیانمنو کسانو لپاره عملي مرستې او سروې ترسره شي.