مقامی ۲۲ مئی ۲۰۲۶

نړیوال اقتصاد له نوو خطرونو سره مخ، د لوړې بیې او سود نرخ دوام اندېښنه

کوټه (نړیوال ډیسک)د انسټیټیوټ آف انټرنیشنل فایننس په نوې راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې نړیوال اقتصاد یو سخت، محدود او بې ثباته پړاو ته داخل شوی دی.
راپور وایي چې نړۍ له لوړې تولیدي بیې، ناسمې رسد سلسلې او سختو مالي او قرضي شرایطو سره مخ ده، چې له امله یې نړیوال اقتصادي فشار زیات شوی دی.
ویلي چې د انفلاسیو کنټرول لا هم ستونزمن دی، او که څه هم د انرژۍ په بیو کې نسبي ثبات لیدل کېږي، خو د جیوپولیټیک کړکېچونو له امله اضافي لګښتونه لا هم دوام لري.راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې په راتلونکي کې د لوړې بیې او لوړ سود نرخ وضعیت دوام کولی شي، چې له امله به نړیواله وده نوره هم ورو شي