کوټه (نوی ژوند): عوامی نیشنل پارٹی د جنوبي پشتونخوا صوبائي وياند په هرنائی او زيارت سيمې مانګي کښې د سکرو نه ډک ټرکونو ته د اور اچولو او درې کسانو د تښتولو پېښې سخته غندنه کړې او ويلي يې دي چې دا ډول پېښې د صوبې امن، اقتصاد او د زرګونو مزدورانو د روزګار پر ضد مستقيم بريد دی۔ په جاري شوي بيان کښې ويل شوي چې بلوچستان له وړاندې نه د بدامنۍ، بې روزګارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دی، په داسې حال کښې چې د ټرانسپورټ او سکرو کاروبار سره د ګڼ شمېر کورنيو روزګار تړلی دی۔ بيان زياتوي چې د ټرکونو سوځول او په سيمه کښې د ويرې فضا خورول نه يوازې سوداګريزې هلې ځلې زيانمنوي بلکې مزدور او غريب طبقه له سختو ستونزو سره مخامخ کوي۔ صوبائي وياند له حکومت او امنيتي ادارو غوښتنه وکړه چې د پېښې کښې ککړ کسان دې زر تر زره ونيول شي او د قومي شاهراهونو او مهمو تجارتي لارو امن دې يقيني کړل شي ترڅو ولس ځان خوندي احساس کړي۔ بيان کښې دا هم ويل شوي چې عوامي نېشنل پارټي تل د امن، جمهوريت او سياسي استحکام ملاتړ کړی او په صوبه کښې د تلپاتې امن لپاره د ټولو سياسي او سماجي قوتونو ګډ کردار ضروري دی۔ په پای کښې د زيانمن شوو ټرک مالکانو او مزدورانو سره د بشپړې يووالي څرګندونه شوې او ويل شوي چې ولس د وېرې او ناامنۍ په ماحول کښې نه شي پرېښودل کېدای، ځکه امن د پرمختګ او سوکالۍ ضمانت دی۔
