مقامی ۲۲ مئی ۲۰۲۶

په بلوچستان کې د سړکونو او انفراسټرکچر ښه والي سره به د پرمختګ نوی دور پیل شي، میر سلیم کهوسه

کوټه (نوې پښتو) د بلوچستان د مواصلاتو او تعمیراتو صوبایي وزیر میر سلیم کهوسه ویلي دي چې په بلوچستان کې د سړکونو او انفراسټرکچر په ښه والي سره به د پرمختګ نوی دور پیل شي او حکومت ولس ته د غوره سفري اسانتیاوو برابرولو لپاره پراخ اقدامات کوي. نوموړي د بېلابېلو پلاوو سره د خبرو پر مهال وویل چې په ټوله صوبه کې د لویو لارو، پلونو او سرکاري ودانیو پر روانو پروژو د کار رفتار نور هم چټکول ضروري دي. هغه اړوندو چارواکو ته سپارښتنه وکړه چې ټول پرمختیایي پروژې دې په ټاکلي وخت بشپړې کړي، څو ولس ژر تر ژره له دغو اسانتیاوو ګټه واخلي. میر سلیم کهوسه وویل چې د کلیوالو سیمو ښارونو سره د نښلوونکو رابطوي سړکونو جوړول د حکومت له لومړیتوبونو څخه دي، ځکه ښې لارې د تجارت، تعلیم او روغتیا په برخو کې مثبت بدلون راولي. نوموړي زیاته کړه چې په تعمیراتي پروژو کې به د شفافیت او معیار پر سر هېڅ ډول جوړجاړی ونه شي او د ولسي ګټو پروژې به پر وخت بشپړېږي۔