اسلام آباد: وزیراعظم شهباز شریف د پاک چین سفارتي اړیکو د ۷۵ کلونو په مناسبت جوړې شوې غونډې ته د وینا پر مهال ویلي چې چین په هر سخت وخت کې د پاکستان ترڅنګ د یوې قوي ډبرې په څېر ولاړ پاتې شوی دی. هغه وویل چې د دواړو هېوادونو دوستي په هر امتحان کې بریالۍ ثابته شوې ده.وزیراعظم زیاته کړه چې پاکستان لومړنی مسلم هېواد و چې چین یې په رسمیت وپېژاند، او سی پیک د چین د بیلټ اینډ روډ د لید لوري مهم عملي مثال دی. هغه وویل چې د سی پیک دوهم پړاو کې زراعت، آی ټي، مصنوعي ځیرکتیا او کانونو ته ځانګړې پاملرنه کېږي او د چینایي وګړو امنیت د حکومت لومړیتوب دی.
