کوئټه: د پاکستان نیوي او ایکسائز اینټي نارکوټکس بلوچستان په ګډ عملیاتو کې د ګډاني په سیمه کې د نړیوال اسمګلینګ یوه لویه هڅه ناکامه کړې ده. په عملیاتو کې ۴۲۵ کیلو آئس، ۲۰ کیلو چرس او زرګونه بوتلونه غیرقانوني شراب نیول شوي چې ټول ارزښت یې ۳۱ اربه روپۍ ښودل شوی دی. چارواکي وایي چې دا تاریخي عملیات د وزیر اعظم، آرمي چیف او وزیراعلی بلوچستان په ځانګړو لارښوونو ترسره شوي دي. همدارنګه په بلوچستان کې د پوستې (افیون) د کرنې پر ضد هم سخت عملیات روان دي او په بېلابېلو ضلعو کې د زرګونو ایکرو فصلونه له منځه وړل شوي دي. چارواکي وایي چې د نشه يي توکو د مخنیوي لپاره به عملیات نور هم سخت کړل شي.
