بنوں (نوی ژوند ) د ميريان تاڼې په حدودو کښې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ عملياتو پر مهال ۱۰ کلو وزني جوړ سوی بم ناکاره کړل سوی او د ډزو په تبادله کښې ۸ وسلوال بريدګر وژل سوي او يو شمېر نور ټپيان سوي دي. د سنټرل پوليس دفتر په وينا عمليات سهار وختي پيل سوي وو چي پکښې د پوليس او سي ټي ډي ګډو ډلو برخه اخيستې او د څارنې لپاره پرمختللې ډرون ټېکنالوژي کارول سوې ده. چارواکي وايي د عملياتو پر مهال يو پوليس اهلکار وژل سوی او بل ټپي سوی دی چي روغتون ته رسول سوی دی. ذوالفقار حمید ويلي چي د امن ضد عناصرو پر ضد عمليات به دوام ولري او پوليس د ولس د ځان او مال ساتنې لپاره ولاړ دي۔
