مقامی ۲۳ مئی ۲۰۲۶

بي اين پي د سرکاري روغتونونو نجکاري د ولس ضد اقدام وباله

کوټه: بلوچستان نیشنل پارٹی مشرانو غلام نبي مري او نسيم جاوېد هزاره د سرکاري ادارو او په ځانګړي ډول د روغتونونو نجکاري د حکومت ناکامي او د ولس ضد پالیسي بللې ده۔ هغوی ويلي چې د ګرانۍ او بې روزګارۍ په دې سختو حالاتو کې له غريبو خلکو د علاج اسانتياوې اخيستل کېږي، حال دا چې روغتيا او تعليم د حکومت اساسي مسؤليت دی۔ دوی زياته کړه چې حکومت د نويو ادارو جوړولو پر ځای موجوده ادارې شخصي سکټور ته سپاري۔ د باچا خان هسپتال د ممکنه نجکارۍ او د سول هسپتال ټراما سينټر د بندېدو خبرونو خلک اندېښمن کړي او بي اين پي غوښتنه کړې چې د نجکارۍ لړۍ دې ژر تر ژره ودرول شي، کنه احتجاج به وشي۔