تهران (نوی ژوند)د امریکا او ایران ترمنځ د کشیدګۍ د کمولو او ثالثي هڅو په لړ کې د پاکستان د دفاعي ځواکونو مشر فیلډ مارشل سید عاصم منیر د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان، د پارلمان له مشر محمد باقر قالیباف او د بهرنیو چارو له وزیر عباس عراقچی سره جلا جلا مهمې لیدنې کړې دي چې پکې د سیمې د امنیت، ثبات او د لوېدیځې آسیا د وضعیت په اړه تفصیلي خبرې شوې دي، او په دې سفر کې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي هم ورسره ملګری دی چې د سفارتي او امنیتي مشورو برخه اخلي، په داسې حال کې چې دا پرمختګ د امریکا او ایران ترمنځ د احتمالي کړکېچ د کمولو لپاره د زیاتېدونکو هڅو مهمه برخه بلل کېږي
