تازه خبرونه ۲۳ مئی ۲۰۲۶

د فیلډ مارشل عاصم منیر د ایران سفر پای ته ورسېد، وروستۍ جوړجاړي ته مثبت پرمختګ

(نوی ژوند)سید عاصم منیر ایران ته خپل لنډ خو مهم رسمي سفر بشپړ کړی او هېواد ته ستون شوی، چې هلته یې د ایران او امریکا ترمنځ د کړکېچ د پای او د سولې د ټینګښت لپاره د ایراني مشرانو سره مهمې لیدنې ترسره کړې. د مسعود پزشکیان، باقر قالیباف، عباس عراقچی او اسکندر مومنی سره په لیدنو کې د سیمې د ثبات، تاوتریخوالي د کمېدو او د خبرو اترو د چټکتیا پر موضوعاتو خبرې وشوې، او د انټر سروسز پبلک ریلیشنز په وینا د ۲۴ ساعتونو اوږدو خبرو کې وروستۍ روغې جوړې ته هیله بښونکی پرمختګ شوی، ایراني مشرانو د پاکستان د منځګړیتوب رول ستایلی او د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو هم له ایران سره په خبرو کې د پرمختګ او ژر احتمالي اعلان ته اشاره کړې ده۔