کوټه(نوی ژوند)کوټہ ته څېرمه د پنجپایي او نوحصار په سیمو کې د ترهګرۍ ضد اداره د وسلوالو پر ضد عملیات کړي چې پکې ۹ تنه وسلوال وژل شوي، خو د ډزو د تبادلې پر مهال د سي ټي ډي ۴ سرتېري شهیدان او ۶ نور ټپیان شوي دي۔ د سي ټي ډي ویاند ویلي چې عملیات د وسلوالو پر ضد ترسره شوي او د نښتې پر مهال سختې ډزې شوې، ټپیان روغتون ته لېږدول شوي او په سیمه کې امنیتي تدابیر نور هم سخت شوي، د پلټنې او لټون عملیات دوام لري
